د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن (چهارشنبه د زمري په ۲۷ مه) پر دغې موضوع خبرو دوو کسانو په حواله رپوټ کې لیکلي، چې د بایډن حکومت د تېرې یکشنې پر ورځ، د افغانستان میلیاردونه ډالر زېرمې چې د امریکا په بانکونو کې وې، کنګل کړي چې طالبان ورته لاسرسی و نه مومي.
د پيسو د نړۍوال صندوق په خبره، د افغانسان بانک تر تېر اپریل پورې ۹.۴ میلیارده ډالر زېرمه لرله.
پر دې موضوع یوه خبر کس ویلي، چې له دغو زېرمو زیاتې یې اوسمهال په افغانستان کې نهشته او له منځه یې میلیاردونه ډالر په امریکا کې دي، چې دقیقه اندازه یې معلومه نه ده.
د معلوماتو پر بنسټ دا پرېکړه چې د افغانستان زېرمې دې کنګل شي، د امریکا د مالیې وزیر او د شتمنیو د کنټرول دفتر چارواکو کړې ده – دا ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت د اوونۍ رخصتیو پر مهال بوخت وو او سپینې ماڼۍ وروستي بدلونونه څارل.
د امریکا د حکومت یوه چارواکي د نوم نه ښودل په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي:"د افغانستان بانک شتمني به د طالبانو واک کې ور نه کړل شي."
د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي پر ټویټر لیکلي، چې د تېرې جمعې پر ورځ خبر شو، چې د ډالرو لېږل به بند شي، ځکه چې امریکا هڅه کوي طالبان دغو پیسو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
معلومات دادي، چې د افغانستان بانک ۹.۵ میلیارده ډالر شتمني لري، چې زیاته برخه یې د نیویارک فډرال ریزرف په حسابونو او مالي موسسو کې ده.
پر طالبانو د امریکا بندیزونه دا مانا لري، چې طالبان نهشي کولی دغو پیسو ته لاسرسی ومومي.
د واشنګټن پوسټ د رپوټ پر بنسټ، د امریکا د مالیې وزارت په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې.

په دې اړه مو اندونه