Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هدایت‌الله بدري: په هېواد کې اسلامي بانکوالي یوه اړتیا ده

د افغانستان بانک سرپرست په هېواد کې اسلامي بانکوالي یوه مهمه اړتیا ګڼلې ده.

هدایت الله بدري په سوېل ختیځ زون کې له مالي او بانکي سکتور څخه د ملاتړ پروګرام کې د اسلامي بانکوالۍ په وده کې د عالمانو، سوداګرو او خلکو رول اغېزمن ګڼلی او ویلي یې دي چې د اسلامي بانکوالۍ د بنسټیز کېدو لپاره ژمن دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري طلوع نیوز ته وویل: « ښاغلي بدري د نورو موضوعاتو تر څنګ په هېواد کې اسلامي بانکوالي یوه اړتیا بللې او ویلي یې دي چې ټول بانکي خدمتونه باید د شریعت سره سم ترسره شي. تر دې مهاله د کوچنیو پورونو یو بانک په بشپړه توګه اسلامي شوی او هڅې کیږي چې نور بانکونه هم ژر تر ژره اسلامي بانکوالۍ ته تبدیل شي.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د هېواد د بانکوالۍ په سیسټم کې د بدلونونو لپاره باید د هېواد په کچه ټولې اړتیاوې پوره شي څو دا بدلونونه له ستونزو سره مخ نه شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود وویل: « مخکې تر دې چې اسلامي بانکوالي پیل کړي. باید د قانوني او عملي اړخه د دغې بانکوالۍ زمینې مطالعه کړي.»

په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند وایي چې د اسلامي بانکوالي سیسټم د سود له منځه وړلو په موخه پلي کیږي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «هر هغه څه چې په افغانستان کې مهم دي اسلامي بانکوالي ده او مهمه اصل هم همدا دی چې بانکونه باید سودي تعاملات ونه لري ځکه چې جواز نه لري او موږ یې مخه نیسو.»

د افغانستان بانک په داسې حال کې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو خبره کوي چې تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نړۍوالې ټولنې له لوري بانکي محدودیتونو د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې لویه ننګونه بللې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه