اروپايي ټولنه وايي چې اړینه ده د افغانستان د خلکو سره د مرستې په پار له طالبانو سره تعامل وشي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول د دغه ټولنې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل ردوي خو وايي چې دغه کار په افغانستان کې په راتلونکي کې د طالبانو په کړنو پورې تړلی دی.
په داسې حال کې چې اروپایي ټولنې له افغانستان سره د یو میلیاردو دوه سوه میلیون ډالرو مرسته ځنډولې ده، خو د دغې ټولنې د بهرني سیاست مسوول له طالبانو سره تعامل د ټولګډونه حکومت په جوړېدو او څو نورو شرطونو پورې تړلی بولي.
۱- د ټولګډونه حکومت جوړېدل
۲- د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت
۳- د ترهګرو په امن پناه ځای د افغانستان نه بدلېدل
۴- بشري مرستو ته د اجازې ورکول
۵- هغو افغانانو او بهرنیانو ته چې غواړي افغانستان پرېږدي، د خوندي شرایطو برابرول.
له طالبانو سره د تعامل لپاره د اروپايي ټولنې وارله مخه شرطونه دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وایي چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه له طالبانو سره په اړيکه کې ده، خو دغه کار د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل وویل:«موږ د اروپایي ټولنې له لوري دنده لرو چې له طالبانو او په افغانستان کې د طالبانو له نوي حکومت سره همغږي وکړو. په ځانګړي توګه په کابل کې داروپایي ټولنې د ګډ حضورپه برخه کې چې د دغې ټولنې د بهرني برخې له لوري به همغږی شي.»
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب هم وايي:«هغه څه چې طالبان به پرې اتکا کوي، دا وي چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي او اجازه ورکړي چې د برېټانیا وګړي او هغه افغانان چې له برېڼانیا سره یې کار کړی دی، له افغانستانه ووځي، که له ځمکنیو لارو وي او یا د پاکستان له لارې او یا د کابل د هوایي ډګر له لارې.»
په داسې حال کې چې نژدې یوه میاشت کېږي طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو تر اوسه د حکومت پر جوړېدو نه دي بریالي شوي. طالبان وایي چې د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ هڅه کوي.
د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق څرګندوي:«افغانستان له هر لوري کړېدلی دی، له هغوی تمه کېږي چې د افغانستان له مظلوم ملت سره مرسته وکړي او د افغانستان د پرمختګ لپاره له موږ سره همکاري وکړي.»
بل خوا د برېټانا او هالنډ لومړیو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو په رسمیت پېژندل د بشري حقونو په رعایت کولو او له افغانستانه د بهرنیو وګړو په خوندي وتلو پورې مشروط بللي دي.
په دې اړه مو اندونه