د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الًثاني د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ویلي، چې طالبان تغییر کولی شي.
الثاني وایي په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو همکاري مهمه ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي، دی باوري دی، چې طالبان به په یوه بېل شکل چلن وکړي.
الثاني ویلي:"طالبان د شلو کلونو وړاندې په څېر نه دي، کېدای شي هغه کسان چې جګړه یې کوله تر مذاکرهکوونکو کسانو توپیر ولري. خو زه دا نه وایم، چې هغوی عصري شوي یا افراطي شوي، خو توپیرونه شته."
له دې سره د تاجکستان ولسمشر وایي، چې افغانستان کې د سولې ټینګښت او ټیکاو د حکومت ټولګډونوالي پورې تړاو لري.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي:"موږ پر دې ټینګار کړی چې پراخبنسټه حکومت کې تاجکان او نور قومونه ښه ځای ولري. افغانستان کې سوله له همدې لارې ټینګېدلی شي."
په ورته وخت کې د هنګري د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په نړۍوال ترهګریز مرکز د افغانستان د بدلېدو مخنیوی باید وشي.
هنګري وزیر پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتتو ویلي:"موږ باید د دې مخنیوی وکړو چې افغانستان بیاځلې ترهګرو لپاره خوندي ځای نه شي. موږ باید د تروریستي ډلو خلاف مبارزه قوي کړو او دې برخه کې ملګري ملتونه مهم رول لري."
که څه هم تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم افغانستان کې سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالبانو ویلي له ټولو هېوادونو سره ښه تعامل غواړي.
په دې اړه مو اندونه