د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، که نړۍواله ټولنه طالبان په رسمیت و پېژني، ترکیه به ورسره کار وکړي او که په رسمیت و نه پېژندل شي دوی هم ورسره کار نه کوي.
اردوغان پرون (يکشنبه د تلې په څلورمه) امریکایي ټلوېزیون سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، چې ترکیه تمه لري افغانستان کې پراخبنسټه حکومت جوړ شي.
د ترکیې ولسمشر ویلي: "که طالبان ومنل شي او وپېژندل شي، موږ ورسره کار کوو. خو که و نه پېژندل شي کار نه ورسره کوو. "
رحب طیب اردوغان وايي چې افغانستان کې دې ښځو لپاره په ټولو برخو کې د فعالیت اسانتیا برابره شي.
د ترکیې د ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې دي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وړاندې، ترکیې له امریکا سره پر دې خبرې وکړې چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت مسوولیت واخلي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو راوروسته، ترکیې د کابل هوایي ډګر تخنیکي اسانتیاوو برابرولو کې له طالبانو سره خبرې وکړې.
له دې ټولو سره د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د کابل هوایي ډګر ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې دي او میدان نړۍواله الوتنو ته برابر دی.
په دې اړه مو اندونه