ځينې هېوادوال وایي، د ایران سفارت مخه کې د ویزې اخېستو ته ولاړ دي، خو څوک یې غږ نه اوري.
دوی وایي، ورځې وشوې چې د ویزې اخېستلو ته په تمه دي، خو تراوسه ورته ویزه نه ده ورکړل شوې.
له دغو کسانو ځینې یې ادعا کوي، چې یو شمېر کسان د دوه زره ډالرو په بدل کې د ایران ویزه ورکولی شي.
د ایران د ویزې غوښتونکي د ایران سفارت مسوولان په بېغورۍ تورنوي او د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي لقمان هاشمي ویلي:"دوه ورخې کېږي، چې دلته راغلي یوو، ډېره ګڼه ګوڼه ده - هېڅ حال معلوم نه دی."
د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد جان ویلي:"د بیمې او روغتیا کارتونو لګښت مو پرې کړی او که نن ویزه رانهکړي ۲۰ زره افغانۍ تاوان رارسېږي."
دغه کسان تر ډېره تجارتي، ترانزیتي او د تحصیل ویزه غواړي.
د حبیب په نوم یوه کس ویلي:"تېر کې داسې ګڼه ګوڼه نه وه – اوس ټول خلک له هېواده د وتلو په هڅه کې دي."
د مخکیني حکومت تر سقوط راورسته، درې ورځې شوي کابل کې د ایران سفارت د ویزو ورکړه پیل کړې.
ځینې هېوادوال د سیاحتي شرکتونو په مټ د ایران ویزه اخلي.
د یوه سیاحتي شرکت مسوول احمد سیر ویلي:"تجارتي ویزه شاوخوا ۴۵ زره افغانۍ او د ترانزیت ویزه ۳۹۰ ډالره ده، چې ۳۵ یا ۴۰ زره افغانۍ کېږي."
د ډېرو هڅو سره سره مو په دې هکله کابل کې د ایران سفارت د چارواکو نظر ترلاسه نهکړای شو، خو د سیاحتي شرکتونو مسوولان وایي، د ایران سفارت هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسانو ته ویزې ورکوي.
په دې اړه مو اندونه