افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز پرون په کابل کې د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره کتلي.
یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې مېرمن لاینز د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي.
یوناما ویلي، په دې کتنو کې، افغانستان کې پر اقتصادي کړکېچ، بشري مرستو او د بشري حقونو د نقض په اندېښنو خبرې شوې دي.
یوناما دا هم ویلي، چې افغانستان کې یوه ټول ګډونه دولت جوړېدو ته اړتیا ده.
یوناما ویلي:"یوه ټول ګډونه دولت جوړېدو ته اړتیا ده – دغه راز د ښځو او نارینه و په ګډون د ټولو افغانانو له حقونو ملاتړ ته اړتیا ده."
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتریش پر ټویټر لیکلي، چې ملګري ملتونه افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د افغان نجونو او ښځو له حقونو دفاع کوي.
ګوتریش ویلي:"موږ تر هغو له خپلو هڅو لاس نه اخلو چې نجونې بېرته ښوونځیو ته نه وې تللي، ښځې بېرته کارونو ته نه وې ستنې شوې او په ټولنیز ژوند کې یې رول پام وړ شوی نه وی."
له دې سره د اسلامي امارت ویندویان وايي، چې مېرمن لاینز د اسلامي امارت چارواکو سره پر بشري مرستو او د بانکي سیسټم پر بېرته سم فعالېدو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه