د امریکا د دفاع وزارت یو جګپوړی چارواکی وایي، چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي، چې داعش ډله تر راتلونکو شپږو میاشتو پر امریکا د برید وس پیدا کولی شي.
د امریکا د دفاع وزارت د سیاسي چارو مرستیال کولن کاهل، د امریکا په کانګرس کې ویلي، چې داعش ډله پر امریکا د برید د وس موندلو په خوا کې، پر امریکا د برید نیت هم لري.
کالن دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې ځپلو پسې دی، خو دا لا نه ده معلومه چې دوی (اسلامي امارت) د داعش د له منځه وړلو وس لري که نه.
کالن ویلي:"طالبان او داعش د یو بل دوښمنان دي. طالبان د داعش د له منځه وړلو لپاره قوي انګېزه لري. خو د داعش د ځپلو لپاره د هغوی وړتیا، زما په نظر تر اوسه څرګنده نه ده."
د امریکا د دفاع وزارت د دغه چارواکي په وینا، افغانستان کې د داعش ډلې د غړو شمېر شاوخوا یو څو زره دی.
د پینټاکون د دغه چارواکي دا خبرې داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو، چې د دوی ځواکونه د داعش د ګواښ کابو کولو وس لري.
د اسلامي امارت چارواکو دا هم ویلي، چې یوې ډلې ته هم دا اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
د پینټاګون دغه چارواکي ویلي، چې القاعده تر داعش خطرناکه نه ده او په خبره یې، القاعدې لپاره کېدای شي یو یا دوو کلونو وخت ته اړتیا وي، چې پر امریکا د برید وس پیدا کړي.
په دې اړه مو اندونه