د پوهنې وزارت له خوا د نجونو په ښوونځيو کې له اووم ټولګي تر دولسم ټولګي د کلنۍ ازموینې د لغوه کېدو له امله د هرات په ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو حضور کم شوی دی.
که څه هم په هرات کې د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو په هکله شایعات خپاره شوي دي، خو د هرات د ښوونځو د منتخبې شورا وايي چې په هرات کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستي دي.
د دوی په وینا، د پوهنې وزارت له لوري د نجونو د کلنۍ ازموینې د لغوه کېدو له امله، اوس په ښوونځیو کې د نجونو حضور کم دی.
د هرات د ښوونکو د منتخبې شورا رییس محمد صابر مشعل وايي:«د اووم ټولګي زده کوونکي په نېغه اتم ټولګي ته ځي او د دولسم ټولګي زده کوونکي فارغېږي. نو پر دې بنسټ په ښوونځیو کې ځينې بې نظمۍ رامنځته شوې دي.»
د هرات د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د نجونو د کلنۍ ازموینې د لغوه کېدو په تړاو نور جزییات نه ورکوي.
له دې سره سم، د اووم تر دولسم ټولګي زده کوونکې د کلنۍ ازموینې لغوه کېدل په خپل تاوان ګڼي.
د دولستم ټولګي زده کوونکې منصوره اسماعیلي څرګندوي:«د دولسم ټولګي زده کونکي د کانکور ازموینه لري او باید په بشپړه توګه چمتو شي. له یوې خوا خصوصي بنسټونه تړل شوي دي او دوی هم زموږ ازموینه نه اخلي، دا پر موږ ډېره اغېزه لري.»
ځينې زده کوونکې بیا خوشحاله دي چې، بېرته ښوونځیو ته راغلې دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته محدودیتونه لېرې کړي.
یو شمېر ښوونکې بیا وايي، د نجونو د ښوونځیو د کلنۍ ازموینې نه ترسره کېدل به د دې لامل شي چې، نجونې درس ویلو ته شا کړي.
ښوونکې جمیله احراري څرګنده کړه:«که چېرې درس نه وي، د زده کوونکو په منځ کې د راتلوونکي کال لپاره هیله نشته. هغه انګېزه چې دوی په دې وروستۍ کط پیدا کړې، له منځه ځي.»
له دوه میاشتني ځنډ وروسته تېره اوونۍ په یو شمېر ولایتونو کې له اووم ټولګي پورته نجونو ته د دې اجازه ورکړ شوه چې، ښوونځيو ته ولاړې شي؛ خو زرګونه نورې نجونې د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو له امله د زده کړو له دوامه بې برخې دي.
په دې اړه مو اندونه