Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: د ښوونځیو تړل کېدل له ا.ا سره پر تعامل اغېز کوي

اروپايي ټولنې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړې په غبرګون کې ویلي، که پر دې پرېکړې له سره غور و نه‌شي، دا به له اسلامي امارت سره د دې ټولنې د باور جوړونې او تعامل برخو کې پراخې پایلې ولري.

اروپايي ټولنې پرون په یوې بیانیه کې ویلي، د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه د زده‌کړو له بنسټیز حقه ښکاره سرغړونه ده او ټینګار یې کړی دی چې نجونې باید ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري. په دې بیانیه کې لیکل شوي، د ښوونځیو تړل کېدل هېڅ کلتوري او دیني توجیه نه‌لري.

په دې بیانیه کې راغلي: «دا پرېکړه د طالبانو د کورني مشروعیت د تر لاسه کولو چانس کمزوری کوي.»

په بیانیه کې همداراز ویل شوي، اروپايي ټولنې له تېرې زمري میاشتې راهیسې له اسلامي امارت سره د افغانانو د ښېګڼې لپاره تعامل درلود، خو د نجونو د ښوونځیو په اړه پرېکړه ښايي پر دې تعامل منفي اغېزه وکړي.

په بیانیه کې وړاندې ویل شوي: «که د طالبانو پرېکړه ژر بدله نه‌شي؛ نو دا به پر باور جوړولو چې د تعامل لپاره اړین بلل کېږي، پراخې پایلې ولري.»

د دوحې د غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د یو شمېر بشري حقونو او د پوهنې فعالانو له‌خوا هم غبرګونونه راپورته کړي. د ښوونې او روزنې فعالې ملالۍ یوسفزۍ ویلي: «کله چې طالبانو اعلان وکړ چې هلکان زده‌کوونکي کولای شي ښوونځو ته لاړ شي او نجونو زده‌کوونکې ښوونځینو ته د تګ اجازه نه‌لري، دا په حقیقت کې یو په شاتګ دی. دا یوازې یوه بېلګه ده او دویمه بېلګه کار ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی دی.»

بل‌پلو د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له زده‌کړو د نجونو پاتې کېدل د هغوی پر راتلونکې منفي اغېز کوي. د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د لېدنې پر مهال د ښځو او نجونو زده‌کړو ته د لاسرسي حق د سرو کرښو په توګه یاد کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: «د نجونو له زده‌کړو انکار کول به د افغانستان پر ټولنیزې بیارغونې او اقتصادي ودې ژوره اغېزه وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د تړل کېدو او د نړیوالو رسنیو د خپرونو د بندېدو په غبرګون کې ویلي، زده‌کړې او د بیان ازادي د انسانانو بنسټيز حقونه دي. دې وزارت په دې برخه کې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «زده‌کړې او د بیان ازادي بشري حقونه دي او په افغانستان کې هر وګړی باید له دې برخمن شي. دا لوېديځ ارزښتونه او یا نړیوالۍ ټولنې ته امتیازات نه‌دي، دا بشري حقونه دي او د یوه سوله‌ییز او پرمختللي افغانستان لپاره اړین دي.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځیو تړل کېدل په کور دننه هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

بل‌پلو د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له زده‌کړو د نجونو پاتې کېدل د هغوی پر راتلونکې منفي اغېز کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه