د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ په یوې مجازي غونډه کې د ترهګرۍ، افراط پالنې، نشه یي توکو قاچاق او پلان شویو جرمونو د ګواښونونو او د ګڼ شمېر نورو موضوعګانو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.
د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د افغانستان د وضعیت په هکله هم بحث وکړ او په دغه هېواد کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکي شول.
په هغې ګډې بیانیه کې چې له دغې غونډې وروسته خپره شوه، راغلي دي چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د نشه یي توکو د پراختیا او نازک بشري وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستان سره د بیړنیو بشرپاله مرستو غوښتونکي شول.
په بیانیه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د نشه یي توکو او مټ ام فټامین له قاچاق سره پر مبارزه ټینګار کړی د. دغه ښکارنده د سیمې د امنیت او ټیګاو لپاره یو جدي ګواښ دی او د ترهګرو ډلو لپاره یوه عایداتي سرچینه.»
د دغې غونډې ګډونوالو همدارنګه په افغانستان کې د پایېدونکې سولې او له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې ټينګار کړی دی او له یوه سوله ییز او امن افغانستان څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په بیانیه کې راغلي دي:«هغوی د افغانانو پر مشرۍ او مالکیت د سولې له بنسټيز اصل څخه ملاتړ اعلان کړی دی او په واقعي معنا د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکي شول چې د دغه هېواد د ټولو قومي او ستر سیاسي ډلو استازیتوب وکړي.»
د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه له طالبانو غوښتي دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هکله د نړۍوالو او سیمه ییزو غونډو، پرېکړه لیکونو او بیانیو، له هغې ډلې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړه لیک په مطابق عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې، په مسکو، تهران، اسلام اباد او نوي ډیلي کې د افغانستان په کله غونډې جوړې شوې.
له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او افغانستان ته د بشرپاله مرستو برابرول له هغو موضوعګانو دي چې په دغو غونډو کې پرې ټينګار شوی دی.
په دې اړه مو اندونه