د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، په دې ولایت کې له ۶۰ ډېر لرغوني ځایونه شته چې ډېری یې ترمیم شوې دي.
دوی وايي، دا لرغوني ځایونه د هېوادوالو کلتور څرګندوي او پر ساتنه یې ټینګار کوي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله نوراني وايي: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري هغه ټول لرغوني ځایونه چې بیا رغونې او ترمیم ته اړتیا لري، د آغاخان په ګډون د نورو د مرستدویه بنسټونو په همکارۍ ورغوي.»
د خواجه پارسا جومات د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو له هغو لرغونو ځایونو څخه دی چې ځینې برخې یې ترمیم شوې دي.
همداراز، د مولانا جلالالدین محمدبلخي د پلار «سلطانالعلما بهاءالدین ولد» مدرسه هم یو له هغو لرغونو ځایونو څخه ده چې په بلخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د دې لروغونو ځایونو لپاره خوندي پوښونه هم جوړ شوي، څو د باران اوبه یې ویجاړ نهکړي.
دا لرغونې ابدې په بلخ ولایت کې د ګرځندویانو د جذب اصلي ځایونه ګڼل کېږي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس او فرهنګي صالح محمد خلیق وايي، په بلخ ولایت کې ۱۲۰ لرغوني ځایونه شته.
له دې ډلې له ۶۰ ډېر لرغوني ځایونه له پېژندنې وروسته ترمیم شوي چې دا چاره به په بلخ ولایت کې د ګرځندویانو د ډېرېدو سبب شي.
ښاغلی خليق په دې اړه وايي: «کله چې ګرځندویان راځي او لرغوني ځایونه ګوري، دلته مصرف کوي. یوه اندازه پیسې له ځان سره راوړي او په افغانستان کې دننه هوټل نیسي، خواړه خوري، ډالۍ اخلي او همداسې نور هغه کارونه دي چې د خلکو اقتصاد لوړوي.»
ډېری لرغوني ځایونه د بلخ ولایت په بلخ، دولتاباد، دهدادي او خلم ولسوالیو کې دي.
د بلخ ولایت ځینې اوسېدونکي د دې ولایت د لرغونو ځایونو په ترمیم او ساتنه ټینګار کوي.
د بلخ ولایت اوسېدونکی احمد وايي: «خلک د دې تاریخي ځایونو لېدنې ته راځي، ښه دی چې اباد او ورغول شي.»
نُهګنبدي جومات، د خواجه نصر پارسا قبر، د جهاننما لرغوني بڼ ځینې برخې، د رابعه بلخي او فاطمه بلخي قبرونه، د خواجه نظامالدین مزار، د لرغوني جومات ابده او تختهپل هغه لرغوني ځایونه چې په وروستیو کلونو کې ترمیم شوي، خو د دې ځایونو ځینې برخې لا هم ترمیم ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه