رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو د فدرالي ادارې د هویت، تابعیت، ګمرکونو او بندرونو د امنیت وزیر علي محمد بن حماد الشامسي په مشرۍ د عربي متحده اماراتو له یوه پلاوي سره د لېدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، په دې ناسته کې د رییس الوزرا مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي تر څنګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ګډون درلود.
الشامسي په دې ناسته کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د هلمند او کندها وچو بندرونو، رېل پټلۍ او په افغانستان کې د لمریزې برښنا په برخو کې پانګهونه وکړي.
ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي هم تېره ورځ له امارتي پلاوي سره په کابل کې لېدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې کتنه کې ښاغلي متقي وویل، چې متحده عربي امارات په ډېر ښه موقعیت کې دي او کولای شي له نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د دروازې په توګه رول ولوبوي.
متقي وویل، «متحده عربي امارات په ښه موقعیت کې دي او د افغانستان د صادراتو د زیاتولو لپاره به د یوې دروازې په توګه کار وکړي.»
حمد الشامي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته په اشارې سره په اقتصادي، ښوونیز، تخنیکي او کرنې برخو کې د خپل هېواد د همکاریو او پانګونې یادونه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کابل د هوايي ډګر او د افغانستان د څلورو نورو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې روانې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو ویلي دي چې متحده عربي امارات هم د هوايي ډګرونو په مدیریت کې د ګډون سره علاقه لري او کیدای شي د دریو هیوادونو شرکتونه د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه یوې ګډې هوکړې ته ورسیږي.
په دې اړه مو اندونه