د سوداګرۍ او پانګونې وزارت وايي چې سږکال څه باندې ۸۰۰ زره متر مربع غالۍ له هېواده بهر ته صادرې شوې دي چې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ځمکې له لارې تر ۵۰ سلنې د غالیو د صادراتو له ډېرېدو خبر ورکړ. د دغې خونې سرپرست زیاتوي، سږکال د ۳۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ یې بهیر ته صادر کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمدیونس مومند زیاتوي:«سږکال د غالیو تولیدات زیات شوي او د ۳۱ مېلیون ډالرو په ارزښت غالۍ یې نورو هېوادونو ته مو صادر کړي دي.»
د افغانستان د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه وايي، په هېواد کې د بې کارۍ له امله یو زیات شمېر خلکو بیا ځلي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې او ورسره د تېر پرتله د غالیو په تولیداتو کې شل سلنه ډېروالی راغلی؛ خو لا هم غالۍ د هوايي دهلیزونو له لارې نه صادرېږي.
د افغانستان دغالیو د تولید او صادرونکو ټولنې رییس نوراحمد نوري څرګندوي:«له وروستیو بدلونونو وروسته، د غالیو تولیدات زیاتوالی موندلی، د دې لپاره چې ډېری تولیدي شرکتونو او نورو شرکتونو چې په افغانستان کې فعالیت درلود تړل شوي او همدارنګه د وچکالۍ له امله بزګرو هم د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.»
له دې سره سم، یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي چې، له هېواده بهیر د هېواد غالیو ته بازار موندنه وکړي.
سودګر ایامالدین طلوع نیوز ته وویل:«موږ ته دې د نړۍوال بازار زمینه برابره کړي او وکړای شي هغه تمویل کوونکي وکړای شي چې مخکې یې په افغانستان کې پانګونه کړې وه لار پيدا کړي چې موږ تمویل کړي چې وکړای شو د غالیو تولید ته وده ورکړو.»
بل سوداګر فریداحمد کریمزاده هم څرګندوي:«له بده مرغه هغه ستونزې چې موږ د غالیو د تولیداتو په برخه کې لرو، هغه نښلوونې لارې دي چې موږ نه شو کولای نړۍوالو بازارونو ته لار پيدا کړو.»
غالۍ د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي. په داسې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د غالیو د صادراتو له ډېرښته خبر ورکوي چې، پرسږکال د ۱۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادر شوې وې.
په دې اړه مو اندونه