د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف نن (شنبې د سلواغې په ۹مه) د یوه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت له پلاویو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی طلوع نیوزته وايي چې د پاکستاني پلاوي او د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
د ښاغلي سمنګاني په وینا، دواړه لوري د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې اترې کوي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه چې ښاغلی یوسف د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۸ مه نېټه د خبرو اترو لپاره کابل ته راشي؛ خو د هغه سفر د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېد.
بلخوا په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي چې معید یوسف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کابل کې ولیدل.
د احمد خان په وینا، پاکستانی پلاوی به د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په هکله د اسلامي امارت له چارواکو سره څو غونډې ولري.
په دې اړه مو اندونه