د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت پر رسمي بلنې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی نن (دوشنبې) کابل ته راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي، چې دغه پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانزیتي ستونزو د حل په تړاو خبرې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل:«د پاکستان د سوداکرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنې کابل ته تشریف راوړی دی. او ټاکل شوې دغه پلاوی په دوه ورځني سفر کې د دغه وزارت له مشرتابه سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پراختیا او د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو پر حل به خبرې اترې وکړي.»
بل پلو، ځينې سوداګر وايي، په کراچۍ بندر کې د درول شویو کانټېنرونو پرېښودل، د تورخم او سپین بولدک په لارو کې د ستونزو حل او د پاسپورټ او وېزې د ستونزو هوارول باید د اسلامي امارت له چارواکو سره د پاکستاني پلاوي د خبرو چورلیز وي.
سوداګر امید حیدري طلوعنیوز ته څرګنده کړه:«سیاسي ستونزې چې پاکستان یې په خاطر هر کله بندرونه تړي، سوداګرو ته جدي ستونزې رامنځته کړي او په مېلیونونو ډالرو یې زیان کړی دی.»
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې، پروسږکال سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې د دې لامل شوې چې له پاکستان سره د سوداګریزه راکړه ورکړه خورا کمه شي.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزی وايي:«دا چې اقتصاد د دواړو هېوادونو په ګټه دی، هیله لرم او باید عملاً یې ووینوو چې څه کېږي. له بده مرغه باید ووایم چې خبرې او غونډې نهعملي کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د صادراتو کچه ۹۲۶ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دغه کچه یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونه ډالره وه.