Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۳ کال په دویمه نیمايي کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو د کچې لوړېدل

د پاکستان ځينو رسنیو د دغه هېواد د دولتي بانک پر حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د پاکستاني توکو صادراتو زیاتولی موندلی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات له ۲۵۶ مېلیون ډالرو  ۲۶۰ مېلیونو ډالرو ته لوړ شوي چې ۳٫۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وايي:«له منل شویو سټنډرونو سره، د محصولاتو د کیفیت د کچې لوړیوالی، د صادراتي توکو لپاره اغېزمنه بازارموندنه، د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ټرانزیټي دهلیزونو پراختیا او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګرۍ د انډول لپاره زموږ له کاري لومړیتونو څخه دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل سره به د هېواد د توکو صادرات هم زیات شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«په دې کې شک نشته، څو ورځې مخکې د یوې کوچنۍ موضوع‌لپاره لار تړل شوې وه او دا پر دې دلالت کوي چې زموږ پر صادراتو منفي اغېزه کوي او تراوسه دوه او درې ځلې بنده شوې او زموږ پر صادراتو مستقیمه اغېزه لري.»

بل پلو، د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي پر دې باور دي چې د سوداګرۍ زیاتوالی او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو انډول د هېواد په ګټه تمامېږي.

د اقتصادي چارو شنوونکی فردوس بهګزین طلوع‌نیوز ته وايي:«کله چې سوداګري وشي او له هېوادونو سره راکړه ورکړه وشي، مطمیناً چې په مېلیونونو ډالرو صادرات او واردات ترسره کېږي، د دې سربېره کولای شو چې نړۍوال بازارونه، د نړۍ او ګاونډیو په هېوادونو جوړ کړو، چې زموږ ځينې توکي یعنې کورني تولیدات مو نندارې ته کېښودل شي.»  

په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله د افغانستان او پاکستان ګډه لاره څو ځلې د پاکستاني پوځیانو له خوا وتړل شوه.  د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دغو بندرونو د تړل کېدو په پایله کې د هېواد سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه