Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر اوکراین د روسیې احتمالي برید د پایلو په هکله پوتین ته خبرداری

د رویټرز خبري اژنس رپوټ ورکړی دی چې د اوکراین د کړکېچ په دوام او پر دغه هېواد د روسیې د برید د احتمال له زیاتوالي سره، د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ (شنبې) له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې.

د دغه رپوټ پر بنسټ، ښاغلي بایډن په ټلېفوني اړیکه کې خپل روسي سیال ته ویلي دي که چېرې روسیه پر اوکراین برید وکړي، امریکا به له خپلو متحدانو او شریکانو سره پرېکنده ځواب ورکړي او پر روسیې به چټک او شدید لګښت تحمیل کړي.

ولسمشر بایدڼ ټینګار کړی دی چې پر اوکراین د روسیې بیاځلې برید به ستر انساني رنځ له ځان سره ولري او په نړۍ کې به د روسیې ځای ګی کمزوری کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین له پولې سره نږدې د روسي پوځيانو تجمع او د دغه هېواد د پوځي فعالیتونو زیاتوالي پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په هکله اندېښنې رامنځته کړې دي.

خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه