Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: له ستونزو د وتلو لپاره باید ملي بحث پيل شي

پخواني ولسمشر اشرف غني د نوروز په اړه ملت ته د مبارکۍ په پیغام کې د هېواد د کړکېچ د مدیریت لپاره یو وړاندیز او ۷ حل لارې مطرح کړې‌دي. 

ښاغلي غني په دې پېغام کې د ملي اجماع لپاره د ملي بحث وړاندیز کړی او د بشري او اقتصادي ناورین د مدیریت لپاره یې حل لارې هم وړاندې کړې دي. 

یو شمېر کارپوهان د پخواني ولسمشر دا وړاندیزونه ګټور بولي، خو ځينې نور بیا وايي، ښاغلی غني خپله د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین ستر لامل و.

پخواني ولسمشر د دوشنبې په شپه ناوخته له خپلې فېسبوک پاڼې په یوه غږیز پېغام کې ولس ته د نوروز د مبارکۍ په پلمه ظاهراً سرپرست حکومت ته د یوه ملي بحث د پيلولو وړاندیز وکړ. هغه په دې پيغام کې هېواد په داسې دوه لارې کې ولاړ وباله چې د ده په ټکو د نه پاملرنې په صورت کې ښايي یو وار بیا د تېرو څلوېښتو کلونو د جګړو ترخې تجربې تکرار شي.  

پخواني ولسمشر اشرف غني په دې هکله وویل:«ضرور ده چې موږ يو ملي بحث خپل منځ کې پيل کړو او نتیجې ته ورسېږو، که یو بل و نه منو او افغانستان د ټولو کور و نه ګڼو او هر افغان ته د دې حق ورنه کړو چې خپل افغانیت، اسلامیت او ژمنه ثابته کړي، فرصت به مو له لاسه ورکړی وي، د يوه او بل په منلو کې نن موږ ټول ټولېدای شوو او د خدای له برکته هم فېزیکي شتمني او هم پانګې او ظرفیتونه لرو چې د هغې له لارې کولای شو له فقر او مجبوریت نه ووځو.»

نوموړي په دې پېغام کې د هېواد د بشري او اقتصادي ناورین مدیریت لپاره هم ۷ وړاندیزونه کړي‌دي. 

د نړۍوالو مرستو شفاف مدیریت، په ملي کچه د ولسونو تر منځ پخلاینه او سوله، په واک کې د نورو افغانانو شریکولو ته موکه برابرول، د ځان بساینې لپاره د نړۍ پر ځای پر داخلي امکاناتو فکر، له ملي اجماع سره د نظام ټاکنه او مشروعیت ته رسېدل، د بې‌طرفۍ سیاست او نړۍ سره د لویو پروژو عملي کول، د امنیت ټنګښت، ملي او نړۍوالو پانګوالو ته زمینه‌سازي. 

ښاغلی غني زیاتوي:«موږ په يوې دوه لارې کې يوو، يا به د پخوا ۴۰ کلونو غلط تصامیم تکراروو. که په هغه لار روان شو له يوه خوا به د ۲۱ پيړۍ د بشري مرستو مستعمره شو... او پرديو د جنګ میدان. بله لار شته هغه د اسلام مبین دین، ملي وحدت، تپلپاتې سولې، اقتصادي خوځښت، د ملي، سيمه ييز او نړیوال مشروعيت تګلاره ده.»

د چارو شنونکي د پخواني ولسمشر د دې څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځينې وايي کارپوهان اوسني وضعیت ته په پام سره د ښاغلي غني وړاندیز شوې تګلارې ګټورې ګڼي، خو ځينې نور وايي چې اوسنی ګډوډ وضعیت د جمهوریت په دوران کې د هغه د ناوړه کړنو له امله دی. 

د نړۍوالو چارو شنوونکی سید جواد سجادي وايي:«د قاعدې پر بنسټ باید بنسټيزې او منطقي خبرې باید ومنوو، له دې پرته چې څوک یې کوي. له حقوقي او ساسي پلوه ښاغلی غني دا حق لري چې د هېواد د سترو مسایلو په هکله خپل نظر څرګند کړي. خو له اخلاقي پلوه، دی هغه کارنامه چې لري د دې ځایګی نه لري.»

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري هم وویل:«دا پیغام د منځپانګې له پلوه ښه پیغام دی... خو د ښاغلي اشرف غني احمدزي کړنه د هغه د حکومت پر مهال په بشپړه توګه د دغې وړاندیز شوې طرحې پر خلاف وه.»

د تېر حکومت تر سقوط وروسته، افغان ولس ته د پخواني ولسمشر دا دویمه وینا ده چې له خپلې فېسبوک پاڼې یې خپروي، خو په کابل کې لا چارواکو تر اوسه دی ته غبرګون نه دی ښودلی.

پخواني ولسمشر د دوشنبې په شپه ناوخته له خپلې فېسبوک پاڼې په یوه غږیز پېغام کې ولس ته د نوروز د مبارکۍ په پلمه ظاهراً سرپرست حکومت ته د یوه ملي بحث د پيلولو وړاندیز وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه