Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوش تپې د کانال د کارپیل؛ ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي

د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د قوش تپې کانال د کار د پیل په مراسمو کې د رییس الوزار لومړي مرستیال او د کابینې ځینو نورو غړو ګډون کړی دی.

په دې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر وویل، د دغه کانال د جوړېدو چارې به په دوو برخو کې تر راتلونکو پنځو کلونو بشپړې شي.

د نوموړي په وینا، د دغه کانال په جوړېدو سره به افغانستان د کرنیزو چارو په برخو کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شي.

د رییس اوزرا مرستیال عبدالغني برادر وویل:«هېواد د دغه کانال له جوړېدو سره په کرنیزو محصولاتو کې په ځانګړې توګه د حبوباتو په برخه کې ځای بسیاین ته ورسېږي تر څو موږ د مرستې لپاره نړۍوالو ته زموږ لاس اوږد نه وي، له مرستې سره یو هېواد پرمختګ نه شي کولای چې و ته زموږ لاس اوږد نه وي، د یوه هېواد له مرستې سره پرمختګ نه شو کولای.»

پر دغه کانال شاوخوا ۶۰ مېلیارده افغانۍ لګښت راځي او د ملي پراختیا له بودیجې ورکول کېږي. دغه کانال به تر جوړېدو وروسته په یوه ثانیه کې د ۶۵۰ متر مکعب اوبو د لېږدولو ظرفیت ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«دغه کانال به۲۸۰ کیلومټره اوږد والی ولري، سل مټر پر پلنوالي او اته نیم مټره ژوروالی لري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل:«اړتیا لرو چې زموږ پانګوال هر ډول چې کېږي پرې فشار دې راوړي او وطن ته دې راشي پانګه ونه دې وکړي.»

د بلخ سیمه ییز مسوولین د دغه کانال د جوړېدو د چارو پیلېدل یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او وايي چې، په دغه کانال کې به شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته په مستقیمه او یا هم غیر مسقتیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.

د قوش تېبه کانال چې ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی او سل متره سور لري، د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې پیل او له جوزجان ولایته په تېرېدو سره د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پایته رسېږي.

د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۳ میلیونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه