د کونړ سیمهییز چارواکي وايي، د ځنګلونو د ساتنې او له هېواده بهر د لرګیو قاچاق د مخنیوي په موخه یوه ځانګړې سل کسیزه قطعه جوړوي.
ورورسته له هغې چې په خواله رسینو کې د کونړ د ځنګلونو د قاچاق په اړه ویډیوګانې خپرې شوې، د کونړ والي د یو خبرې کانفرانس له لارې وویل، هیچا ته به اجازي ور نهکړي چې د کونړ ځنګل ووهي او یا یې قاچاق کړي.
د کونړ والي محمد قاسم خالد وايي: «د دې وضعیت د ښه کنټرول په خاطر مو د قطعې سبز منظوري را واخیسلته. په قطعه سبز کې ۱۰۰ځانګړي مجاهدین دي چې د هغوی یو ځانګړی ځانګړی یونیفورم به ولري. اوس د امنیې قومنداني په چوکاټ کې مجاهدین په امنیتي برخه کې مصروف دي او د ځنګلونو وهلو د مخنیوي برخه کې هم مصروف دي.»
نوموړی زياتوي د کونړ د ځنګلونو د ساتنې په موخه د ۱۰۰ کسیزې قطعې منظوري یې اخیستې او ډېر ژر به خپل فعالیت پيل کړي. هغه وايي: «په تجارانو باندې کار بند دی، د لرګیو د انتقال اجازه نه ورکوو، په فابریکې باندې هم کار بند دی، ترڅو چې دا عام صنعتکاران قانون ته او د کرنې او مالدارۍ وزارت شرایطو ته غاړه کینږدي د کار اجازه به نه ورکول کېږي.»
د کونړ والي زیاتوي، له تېرو څلورو میاشتې راهیسې زرګونه متره معکب لرګي او یو شمیر موټر یې له قاچاقبرو نیولي دي
بلخوا په کونړ کې د لرګو فابریکې څښتنان او کاریګر له اسلامي اماراته غواړي چې په یاد ولایت کې دې د لرګیو په راوړلو بندیر لري کړي.
د نجارۍ د فابریکې څښتن غلامي سخي وايي: «موږ ته دې د کار اجازه راکړل شي چې خپل کار وکړو، هم به دولت ته یو څه ګټه رسېږي، د کور کلي کار دی، د کونړ لرګی دی، باید کونړ کې مصرف شي. له موږ سره ډېرو ګارګرانو کار کولو، خو اوس چې کار پيکه شوی، د ګارګرو شمېر هم کم شوی دی.»
د کونړ د لرګيو د قاچاق خبره نوی نهده، په تېر نظام کې هم وخت-ناوخت پهدې اړه غږونه پورته کېدل، خو مسولين و نه توانېدل چې مخه يې ونيسي، ایا د اسلامي امارت مسولان به د دې چارې په مخنيوي برلاسي شي او که نه؟ --- هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.
په دې اړه مو اندونه