Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوست او کونړ کې د قربانیانو کورنۍ مرسته غواړي

د خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو له هوايي او ځمکنیو بریدونو اووه ورځې وروسته اوس د دې ولایتونو ځینې اوسېدونکو له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کړې ده.

دوی وايي، په‌دې بریدونو کې یې هر څه له لاسه ورکړې دي.

د ګل ولي په نوم یو زیانمن وايي: «موږ ته ډېر زیان رارسېدلی دی، مو له اسلامي امارته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د حضرت‌الله په نوم یو بل زیانمن وايي: «د دې ځای خلک ډېر بې‌وزله دي، کورونه یې ویجاړ شول، موټر یې وسوځېدل او د کورنیو ډېری غړي یې شهیدان شول.»

له دې سره هم‌مهاله د خوست اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو په بمباریو کې د قرباني شویو کورنیو لپاره د مرستي راټولولو لړۍ پیل کړې ده.

د خوست ولایت اوسېدونکی احسان‌الله سادات وايي: «باید د خوست او کونړ ولایتونو د بریدونو قربانیانو ته له هرې هټۍ پیسې راټولې شي چې هغوی ته رسېدنه وشي.»

د خوست ولایت اوسېدونکی نقیب‌الله ځلاند وايي: «د خوست ځوانانو له قربانیانو سره د همکارۍ په خاطر لاس په لاس شول او دوکان په دوکان ګرځي، څو له هغوی سره مرسته وکړي.»

په همدې حال کې داسلامي امارت د وياند مرستيال وايي، زیانمن شویو کسانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د اسلامي امارت هڅه دا ده چې هغو ټولو کسانو ته چې په جګړو او یا طبیعي پېښو کې ورته زیان رسېدلی، د دوی اړتیاوو ته په کتو ورسره مرسته وشي.»

بل‌خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو له لوري پر خوست او کونړ د بریدونو په غبرګون کې له اسلام‌اباد او کابل غږ کوي چې خپلې ستونزې د خبرو-اترو له لارې هوارې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ ونبین وايي: «افغانستان او پاکستان دواړه د چین اوږدمهاله ګاونډیان او دوستان دي. موږ باوري یوو چې دواړه هېوادونه کولای شي خپلې اندېښنې او شخړې د خبرو له لارې حل کړي او په ګډه په سیمه کې د سولې او ثبات ساتنه وکړي.»

د خوست په سپېرې او د کونړ په شلتن ولسوالیو کې د پاکستاني پوځیانو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې شاوخوا څلوېښت کسان ووژل شول چې تر نیمايي ډېر قربانیان یې ښځې او ماشومان وو.

شریک یي کړئ