پوهنې وزارت په یوه رسمي مکتوب کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د نېکټايي پر تړلو بندیز لګولی دی. د پوهنې وزارت پهدې مکتوب کې د ښځینه زدهکوونکو او ښوونکو له لوري د حجاب په مراعاتولو هم ټینګار شوی دی.
خو د کابل ښار د پوهنې رییس وايي، د دې مکتوب پلي کول اجباري نهدي او زدهکوونکو او ښوونکو ته یوازې یوه سپارښتنه ده.
د کابل ښار د ښوونې رییس احسان الله خطاب وايي: «د کابل ښار پوهنې ریاست څخه چې موږ کوم مکتوب صادر کړی و، د حجاب د مراعت کولو او د نېکټايي د نه استعمال په اړه، دا زموږ له طرفه د خپلو مربوطه شاګردانو ته یوه توصیه وه.»
په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «د زدهکوونکو لپاره نېکټايي د یوه نظم څرګندونه کوي او نکټايي خپله د انظباط یو ډول دی.»
د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «یو معمولي کارګر او زدهکړیال چې کمېس او پرتوګ پر تن کړي، د دوی تر منځ توپیر په څه کې دی؟، د زدهکړیال او شاګر تر منځ به توپیر په څه کې وي؟»
ورته مهال د پوهنتون استاد د اسلامي امارت له لوري دا ډول پرکړه پر ځای او ګټوره نه بولي.
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وايي: «د ښوونکو او زدهکړو د ظاهري بڼې په اړه د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي پرېکړه نه یوازې یو عاقلانه او منطقي پرېکړه نهده؛ بلکې د پوهنې وزارت او زدهکړو او روزنې سکټور د ستونزو حل هم نهدی.»
بل پلو پوهنې وزارت د هېواد د روزنیز نصاب په اړه وايي، په روان ښوونیز کال کې به پخوانی نصاب بدل نهشي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریا وايي: «د راتلونکو کلونو لپاره لکه څرنګه چې په نړۍ کې معمول دی، ممکن د نصاب د محتویاتو له لارې نه او لا پیاوړتیا لپاره ځینې جزوي تغیرات او تعدیلات راشي.»
سره له دې چې له ۱۴۰۱ ښوونیز کاله نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم د نجونو متوسطې او لېسې د اسلامي امارت د نامالومو لاملونو له امله نهدي پرانېستل شوي او دې چارې بیا په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه هم راپارولې دي.
په دې اړه مو اندونه