د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني په هېواد کې د نجونو د زدهکړو په تړاو وايي چې زدهکړې یوه کورنۍ مسئله ده او هېوادونه باید په دغې چاره کې لاسوهنه ونهکړي.
ښاغلي حقاني په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د ټولنو له ځینو استازو سره په لیدنه کې چې اوس اوس افغانستان ته راغلي ویلي نړۍ باید ومني چې افغانستان اوس یو خپلواک هېواد دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وايي:«په افغانستان کې ځينې ستونزې شته او دا د افغانانو کورنۍ موضوعګانې دي او موږ د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوو؛ خو نړۍوال باید بهرنۍ نسخې پر افغانانو تحمیل نهکړي.»
ښاغلی قانع زیاتوي، په دغې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګندوي:«موږ تل ویلي چې له نړۍوالو سره د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل غواړو او اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او له نورو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.»
په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د ټولنې ځینو استازو د اسلامي امارت چارواکو سره په لیدنو کې د نجونو د زدهکړو، د ښځو کار او له سرپرست حکومت سره د هېوادونو د اړیکو په تړاو خبرې کړي.
په اروپا کې د مېشتو افغانانو ټولنې رییس حکمتالله حکمت په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«تراوسه چې موږ د اسلامي امارت له چارواکو سره کتنې او خبرې لرلې دي، هغوی موږ ته ژمنه راکړې چې د نظام د اصلاح او پایښت لپاره د اسلامي امارت له مشورې سره پرې کار کوي چې، د افغانستان ملت له هغه رضایت ولري.»
بل خوا د پوهنې وزارت سرپرست هم په اروپايي هېوادونو کې له مېشتو افغان شخصیتونو سره په کتنه کې د پوهنې په سکټور کې د شویو پرمختګونو او په دیني او عصري علومو کې د ښوونیزو او روزنیزو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه