Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجونې: د زده کړو بندیز د اختر په خوند پوه نه کړو

ځینې نجونې زده کوونکې وايي، له زده کړو لیرې پاتې کېدو د اختر په ورځو کې هم اندېښمنې کړې دي.

د دې سربېره هم دغه نجونې هیله لري چې سږ کال به د دوی پر مخ د ښوونځي دروازې پرانستل شي.

عایشه چې له دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو پرانیستلو ته په تمه ده، د طلوع نیوز خبریال ته وویل: « زموږ اختر د عادي ورځو په څېر تېر شو او هېڅ خوند نه لري. د تېر په څېر، چې کله به له ښوونځي رخصت شو او بله ورځ به اختر وه، ډېر خوندور و او له رخصتیو مو خوند اخیسته.»

له شپږم ټولګي پورته نجونې چې د زده کړو له بندیزه ستړې شوي، یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر مخ ښوونځي پرانېزي.

زده کوونکې، غزال وویل: « له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د اخترۍ په توګه زموږ لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

یوې بلې زده کوونکې، شیلا هم وویل: « زه به سږکال له ښوونځي څخه فارغه شوې وم او زما ژوند به ضایع شوی نه وه. موږ له اسلامي امارته غواړو چې ښوونځي بېرته پرانېزي ترڅو په راتلونکو کلونو کې تېر کلونه جبران کړو.»

د پوهنتون استاد، فرهاد ابرار هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلو په اړه وویل:«له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل او د پوهنتونونو او اوس هم ښوونیزو مرکزونو لکه کورسونو او انسټیټیوټونو تړل په دې مانا دي چې موږ د یو شاته تګ په لور روان یو چې په هغه کې نالوستي میندې نالوستي ماشومان ټولنې ته ورکوي.»

له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي او د ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پيلېدو راهیسې هم اسلامي امارت د دغو ښوونځيو د پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه