فراه ولایت کې یو شمېر نجونې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو پر بندېدو اندېښمنې دي. دوی وایي، په داسې حال کې چې د روان ښوونیز کال دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نهشته.
زیبا چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، د ښوونځیو د نه پرانیستو له امله خواشینې ده. نوموړې چې دا مهال په کور کې درس لولي، ورځ تر بلې ناهیلې کېږي.
دا زدهکوونکې د اسلامی امارت له مشرانو غواړي، څو د دوی پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د دولسم ټولګي زده کوونکې زیبا وايي: «د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره دې یوه اغېزناکه طرحه جوړه کړي چې د هلکانو په څېر ټولې نجونو په ښوونځیو مهم رول ولوبوي.»
د ښځو د حقونو فعاله فروزان وايي: «دوی په درېو مهمو کلونو کې یوازې یو کال سم درسونه لوستي وو، دوه کلونه یې هسې بېځایه لاړل. موږ له حکومته غواړو چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»
ورته مهال د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، که څه هم د روان درسي کال دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو برخلیک نه دی روښانه شوی.
د فراه اوسېدونکی شېر احمد وايي: «اسلامي ویلي چې نر او ښځې ټول د تعلیم او تحصیل حق لري؛ نو له دوی څخه هم دا هیله لرو چې د خویندو لپاره هم ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي.»
د فراه اوسېدونکی حمید الله وايي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې د ښځو او نجونو ښوونځي پرانیزي.»
دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د فراه ولایت د پوهنې ریاست د رسمي شمېرو له مخې په دې ولایت کې ټولټال دری سوه دوه اویا ښوونځي شته چې له دې ډلې یې یو اتیا د نجونو دي.
په دې اړه مو اندونه