Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان بزګرو باندې د عشر راټولولو لپاره د ۲۰ زره پاڼو وېش

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست په دې وروستیو کې د دغه ولایت کرونګرو ته د عشر او زکات پاڼې ورکړې دي. چې په پایله کې مکلف شوي دي چې ۵۰ سلنه عشر او زکات دغه ریاست ته ورکړي.

 د دغه ریاست مسوولین وایي چې کروندګر مکلف دي چې ددغو پاڼو له مخې د خپل عشر او زکات پنځوس سلنه نوموړي ریاست ته ورکړي.

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي نعمت الله وویل:«موږ نیم عشر راټولوو، که چېرې څوک ۱۰۰ منه غم حاصل راغونډوي، لس منه یې عشر دی، موږ د هغه نیم چې پنځه منه کېږي اخلو، له غنمو وروسته، د وریجو راغونډول پيلېږي. چې په همدې ډول راغونډوو یې.»

خو د بغلان د کروندګر د کرنې ریاست د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي چې د وروستیو کلونو وچکالۍ دوی ته ډېر زیانونه اړولي او اوس ورته د عشر او زکات ورکول ګران دي.

کروندګرذکر الله وویل:«موږ بزګر یوو. دا د بې وزلو او بې چاره خلکو لپاره سخته ده چې پنځوس سلنه اسلامي امارت یوسي، د بې وزلو خلکو لپاره ډېره سخته ده.»

بل کروندګر حبیب الله هم وايي:«بزګر د ملت پانګه ده. که چېرې بزګر ته وده ورکړل شي، بې وزله خلک د هغوی ترڅنګ ارامه کېږي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست د شمېرو له مخې طالبانو په تېرو کلونو کې د دوی تر واک لاندې سیمو څخه ۹۸ میلیونه افغانۍ د عشر او زکات پیسې راټولې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه