د رنډ په نوم د امریکا یو څېړنیزو بنسټ په یوه تازه تحلیلي طرحه کې واشنګټن ته وړاندیز کړی دی چې له کابل سره تعامل وکړي. د دې تحلیل موخه امریکایي سیاستوالو ته د افغانستان په رابطه د تګلارې د خپلوولو په برخه کې د سلا مشورې ورکړه ښودل شوې ده.
پهدې تحلیل کې په واضح ډول ویل شوي چې واشنګټن له کابل سره له دریو غوراویو – تعامل – تجرید او تقابل پرته بله لاره نهلري. پهدې کې د هر انتخاب د ګټې او تاوان له ارزولو وروسته پر امریکایي سیاستوالو غږ شوی چې د تعامل لاره خپله کړي.
د افغانستان د ملي پیسوتن مشر سید اسحق ګیلانی وايي: «په دوحه کې چې یې کومې پرېکړې او تړونونه کړي، عملي دې کړي او یوازېنۍ لار چې پر امریکا د نیوکو مخه ونیسي همدا پرېکړې دي چې دوی کړي، له دې پرته نور هېڅ ډول تعامل او خبرې ځای نه نیسي. هر امریکايي چې خبرې وکړي، د خبرو همغه لړۍ یې ده چې په دوحه کې یې پرې توافق کړی دی، له دې پرته هېڅ ځای ته نهشي رسېدای.»
له دې سره جوخت د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو چورلټ پرېکول او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو د حق بشپړ خوندیتوب، د امریکا هغه مهم شرطونه یاد شوي چې کابل یې باید بابېزه و نه ګڼي او بشپړ پام ورته وکړي.
په طرح کې ویل شوي چې د دې شرطونو بشپړېدل امریکا ته د کور دننه او بهر د حیثیت خبره ده او له هغې برته به واشنګټن ته له کابل سره د تعامل د ګام پورته کول ناممکن وي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني وايي: «د افغانستان او امریکا او نورو هېوادونو تر منځ تعامل د ټولو په ګټه دی، له دې پرته بله هېڅ لاره نهشته او باید د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ رسمي تعامل پیل شي او د تعامل لپاره چې کوم شرایط وړاندې شوي، هغه وار له مخې اسلامي امارت بشپړ کړې دي.»
ها خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم له کابل سره د مثبت تعامل لپاره د بشري حقونو، په تیره د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حق خوندیتوب مهم شرط بللی.
د افغانستان لپاره د رسویې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي: «که څه هم روسیې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی منلی دی، خو موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. د طالبانو بیرغ د افغانستان په سفارت کې ځوړند شوی نهدی. توب د طالبانو په میدان کې دی او هغوی باید په کابل یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي. روسیه د ښځو او او نجونو پر وړاندې د طالبانو له چلنده راضي نهده.»
په ټوله کې د رنډ د بنسټ ارزونه دا ده چې افغانستان دا مهال د درانده فقر او بیوزلۍ په ګرداب کې رایسار دې چې له کبله یې د دې هېواد د بانکي–اقتصادی او ټولنیز جوړښت بنسټونه د نړیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
رنډ له کابل سره تعامل د دغه ګواښ د کابو کولو تر ټولو اغیزمنه لاره بولي او وایی له دې پرته دا خطر شته چې افغانستان یو ځل بیا د ترهکرو ډلو لپاره د فعالیت په مهم مرکز بدل شي.
په دې اړه مو اندونه