Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال:واشنګټن د هېواد د اوسني کړکېچ لامل دی

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال په دې باور دی چې په یوه وخت کې د واشنګټن له خوا د حکومت او طالبانو په رسمیت پېژندل د هېواد د اوسني کړکېچ لامل شوی دی.

محمد علم ایزیدیار له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په مراسمو کې په خپله وینا کې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک او همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته نغونده کوي:«له یوې خوا یې له افغان حکومت سره امنیتي تړون لاسلیک کړی، او له بله پلوه له طالبانو سره معاهدې لاسلیک کړي دي او په افغانستان کې یې دوه اړخه په رسمیت وپېژندل. هماغه په افغانستان کې د کړکېچ پیل و. په افغانستان کې د کړکېچ د زیاتوالي پیل و.»

نوموړی زیاتوي:«حتا که چېرې طالبان په زور سره افغانستان پوځي ښکېلاک کړي، معنا یې حاکمیت نه دی! معنا یې د ټيکاو راوستل نه دي! جګړه دوام پیدا کوي، مقاومت دوام پیدا کوي.»

د دې غونډې وینا وال د سولې مذاکراتو ته د حکومت او طالبانو ستنېدل د هېواد د ژغورنې له اصلي لارو ګڼو.

د کابل د خلکو د لویې شورا رییس شالیزی دیدار څرګندوي:«قناعت ورکړه، را وې غواړه، تفاهم وکړه! خبرې وکړه! حل لار پیدا کړه او افغانستان وژغوره.»
 
د مدني ټولنې فعال احمد حسین هم وايي:«دا هېواد د افغانستان په ټولو قومونو پورې اړه لري؛ که چېرې فایده راشي، که چېرې زیان ورسېږي، زیان یې موږ ټولو ته رسېږي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړې له سره پېل شوې دي، هغه هم په داسې وضعیت کې چې تمه کېده، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې تر لاسلیک وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې مطلوبه پایله ورکړي.

د هېواد په بیلابیلو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په دې ورځو کې خلک اندېښمن کړي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه