د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي، کابل او تاشکند د افغان–ټرانس د وسپنې پټلۍ سروې پیلولو ته چمتوالی نیسي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس په خبره، کابل د دې پروژې د لارې د امنیت لپاره امنیتي پلان چمتو کړی او ډېر ژر به د دې پروژې د سروې او ډیزان په افغانستان کې پیل شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بختالرحمن شرافت وايي: «پرون له ازبکستانه موږ ته ایمېل راغلی دی او پهکې څرګنده شوې ده چې د افغان-ټرانس پروژې د پلي کولو لپاره چمتوالی لرو او تاسو هم خپل چمتوالی ونیسئ.»
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې رییس زیاتوي، په تاشکند کې چې د افغانستان په اړه کومه ناسته جوړېږي، تر ډېره بریده به د افغان-ټرانس پروژې پر مالي تمویل ورټوله وي.
ښاغلی شرافت پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «له څلورو امنیتي ارګانونو سره مو پلان چمتو کړی دی او له عامه ساتنې سره مو تړون کړی او ازبکستان ته مو ایمېل استولی چې د مسیر د سروې لپاره له ګډې ډلې سره راشي او امنیتي پلان چمتو شوی دی.»
بلخوا د رییسالوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني بردار هم د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د افغان–ټرانس پروژې تر څنګ د ترمز-مزار او مزار-پېښور د وسپنې پټلۍ د نیمګړو چارو په اړه خبرې کړې دي.
ورته مهال اقتصاد وزارت وايي، افغانستان د دې پروژې د پلي کولو لپاره چمتوالی لري.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اسلامي امارت سیاست دا دی چې افغانستان د سیمهییزۍې همکارۍ په مرکز بدل شي، د افغان-ټرانس پروژې یا د وسپنې پټلۍ د پلي کولو لپاره حکومت بشپړ چمتوالی لري.»
افغان-ټرانس پروژه د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونه سره نښلوي.
په دې اړه مو اندونه