د نورستان اوسېدونکي او ځايي چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ اته غړي په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا، وروستیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي او په کونړ او نورستان ولایتونو کې د لارو د بندېدو لامل شوي دي.
دغه طبیعي پېښه د واما ولسوالۍ په کوردر کلي کې رامنځته شوې ده.
د نورستان اوسېدونکی قاري میرزا وايي:«د یوې کورنۍ ټول غړي له ماشومانو او مېرمنې سره له منځه تللي دي د کورنۍ یوازې پلار ژوندی پاتې دی د کورنۍ ټول اته واړه غړي مړه شوي دي.»
سېلابونو د نورو زیانونو ترڅنګ نورستانیانو ته بل کړاو هم جوړ کړی، له ګاونډ کونړ سره نښتې لار یې تړل شوې.
د نورستان اوسېدونکي حبیب الله وویل:«له حکومته زموږ غوښتنه همدا ده چې له اختر مخکې لږ تر لږه لاره خلاصه کړي چې د ویجاړ شوي پله پر ځای د تېرېدو لپاره موږ له هغه استفاده وکړو.»
د ولایتي ادارې ویاند وایي، د مرستندویه ادارو کسان یې سیمه کې زیانمن خلک په نښه کوي او د لویې لارې د خلاصون لپاره هم هڅې ګړندۍ دي.
د نورستان د ولایت ویاند سیف الدین لټون څرګنده کړه:«په نورستان کې د اسلامي امارت کارکوونکي سیمې ته تللي دي او له خلکو سره یې مرسته کړې او د خلکو سروې روانه ده د پله په هکله د ټولګټو رییس، د نورستان والي له مرکز سره په اړیکه کې دي د کونړ ولایت له همغږۍ سره هڅه کوي. ډېر ژر به د مسافرو په مخ لار پرانیستل شي.»
تېرو دوه ورځو کې پرله پسې بارانونو، سېلابونو او تندر غورځېدو په نورستان کې د ځاني زیان ترڅنګ، د استوګنې کورونه، لارې، پلونه، ویالې، سربندونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.
په دې اړه مو اندونه