Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تاشکند غونډه له لاسته راوړنو ډکه ګڼي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي هیله من دی چې د دغې غونډې پایله به په سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان اړیکې له نړۍوالې ټولنې سره ښې کړي.
 
ښاغلي متقي د د تاشکند غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې په یوې خبري غونډه کې وایي، چې دغه غونډه د اسلامي امارت لپاره له بریاوو ډکه وه.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«د اقتصاد او ټرانزیټ د پراختیا او ښه والي لپاره او دا چې افغانستان د سیمې د اقتصاد او نښلون په مرکز بدل شي؛ په دې هکله ډېر ښه نظرونه سره تبادله شول او موږ هم د افغانستان د وضعیت په هکله ډېر ښه معلومات ورکړل.»

ښاغلي متقي همدارنګه زیاته کړه:«هیله من یوو چې د نظرونو له دغه ادلون بدلون او معلوماتو سره، له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې او پياوړې شي.»

خو د تاشکند غونډې په تړاو نظرونه بېلابېل دي.
                       
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«د تاشکند غونډې ګډنوال په ځانګړې توګه امریکایان او اروپايان چې د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره یې رایه مهمه ده، تمه لرله چې ښاغلی متقي په دغې وینا کې ووايي چې څه وخت د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي، څه وخت مېرمنې اجازه ترلاسه کوي چې په حکومت کې خپلو کارونو ته راشي، دا مسایل یاد نه شول.»
                 
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وویل:«د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره منظمه، واحده تګلاره او څرګند دریځ نه لري او دویمه دا چې له دا ډول څرګندولو سره غواړي په نړۍ وګرځي او د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې ټاکل شوې ده، د تاشکند له غونډې وروسته د کاسا زر، ټاپي، ټاپ او د ترمز - مزارشریف د ریل پټلۍ په څېر د لویو اقتصادي پروژ عملي کار هم پېل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه