د کابل ښار د شپږمې حوزې امر مولوي ذبیح الله وايي چې د کابل ښار د پل سوخته سیمه کې د ننني مازدیګر په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د شپږمې حوزې امر د طلوع نیوز خبریال ته چې د چاودنې سیمې ته تللی و، وايي چې چاودېدونکي توکي د سړک تر څنګ ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.
ویل کېږي چې په دغې چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
بلخوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند پل سوخته سیمه کې په نننۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نن د کابل په پل سوخته سیمه کې په داسې حال کې چاودنه کېږي چې تېره ورځ هم په دغې حوزه کې چاودنه شوې وه.
د کابل امنیه قومندانۍ د تېرې ورځې له چاودنې څو ساعته وروسته، وویل چې د «سر کاریز» سیمې په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
داعش ډلې د جمعې ورځې د برید مسوولیت منلی دی.
په دې اړه مو اندونه