ملګرو ملتونو اعلان کړی چې دا سازمان به په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، سېلابونو د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۸۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي.
د ښاغلي دوجاریک په وینا: «زموږ د بشردوستانه برخې همکاران وايي چې په تېرو دوو اونیو کې په ختیځو، مرکزي، سویل ختیځو، سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو څه د پاسه ۸۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي. موږ او زموږ بشردوستانه همکارانو زیانمنو سیمو ته د ارزونې ډلې لېږلې دي.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د وروستیو سیلابونو له امله تر ۱۸۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۳ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
ښاغلي مجاهد وویل: «له نړۍ، اسلامي هېوادونو او بشري بنسټونو غواړو چې پهدې برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي. د خلکو د ژغورنې لپاره چې یوه بشري موضوع ده، باید دقیقه پاملرنه ورته وکړي او همکاري وشي، اسلامي امارت په یوازې ځان ورته رسېدنه نهشي کولای.»
د طلوعنیوز خبریاله چې د کابل بګرامۍ ولسوالۍ ته تللې وايي، په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو پهدې ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ بېځایه کړې او درانه مالي زیانونه یې وراړولي دي.
د دې سیمې ځايي اوسېدونکې د مرستو غوښتنه کوي.
د شیوهکي کلي د انکشافي شورا رییس عمرا خان وايي: «د اوبو کچه لوړه شوې او زموږ شاوخوا زر جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې او یو شمېر څاروي مو هم له منځه تللي دي. نږدې شل کورونه ویجاړ شوي.»
د شیوهکي کلي اوسېدونکي شاهجهان وايي: «له موږ سره دې مرسته وکړي، څو خپلو کورنو ته ستانه شو، همدا اوس حیران یوو چې چېرته لاړ شو؟»
د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۵۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه