د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې دوه سوه زره ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته شوې دي.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل زیاتوي: «په زمري میاشت کې نږدې دوه لکه شېدې ورکوونکې میندې او ماشومان په منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.»
ورته مهال، د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون ډاکټران وايي، د دې روغتون د خوارځواکۍ برخې بستر هره ورځ د شلو کسانو د بسترولو وړتیا لري، اوس ته ورته هره ورځ تر دېرشو پورې ناروغان ورځي.
ډاکټر محمد عارف حسنزی پهدې اړه وايي: «اوسمهال موږ ۳۱ ناروغان بستر لرو، خو زموږ بسترونه شل دي، پهدې مانا چې د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون د خوارځواکۍ څانګې ټول بسترونه ډک دي او ان تر دې چې له دې هم ډېری وخت ډېر ناروغان لرو.»
یو بل ډاکټر سمسور زیرین وايي: «دلته ټول ناروغان د بېوزلۍ له کبله په خوارځواکۍ نهدي اخته شوي، دوی د کمې پوهې له کبله دې حالت ته رسېدلي او نه پوهېږي چې څه وخت خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي، ځینې یې شتمن هم دي، خو نه پوهېږي چې څه ډول خپل ماشومان تغذیه کړي.»
بلخوا یو شمېر ناروغ لرونکي چې د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون ته یې ماشومان وراوړي، وايي، د ناوړه اقتصادي حالت له کبله نهشي کولای چې خپل ماشومان په سم ډول تغذیه کړي.
د یوه ناروغ ماشوم نیا ګل جان وايي: «زموږ د ماشوم ستونزه زړه بدي او نس ناسته وه چې وروسته په خوارځواکۍ بدله شوه، ځکه اقتصاد مو ضعیف دی او ډېرې ستونزې لرو.»
د یوه ناروغ ماشوم مور بنفشه وايي: «مېړه مې بېروزګاره دی، کله چې به شیدې وې، خوړلې به یې، خو کله چې به نهوې نه یې خوړلې، که موږ به یې ډوډۍ راوړله دوی به وږي پاتې کېدل، که دوی ته به یې راوړله، موږ به وږي پاتې کېدلو.»
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، دې وزارت په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره له ۱۴۰۰ روغتیايي مرکزونو شمېر له ۲۰۲۶ مرکزونو ته لوړ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه