د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، چې واشنګټن او په ټوله نړۍ کې به یې متحدان هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په داسې خوندي پناه ځای بدل شي، چې د امریکا لپاره ګواښ وي.
نوموړی په یوې غونډه کې زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې له اسلامي امارت سره د بېلابېلو مسایلو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس زیاتوي:«موږ په څرګنده ویلي چې امریکا متحده یاالتونه او په ټوله نړۍ کې به یې شریکان اجازه ورنه کړي چې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو پر امن پناه ځای بدل شي او امریکا متحده ایالتونو او یا یې په ټوله نړۍ کې متحدانو ته ګواښ وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د بېلابېلو مسایلو په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو له طالبانو سره خبرې کړې دي.
نډ پرایس له طالبانو غواړي چې باید داسې کارونه ترسره کړي،چې نړۍوال باور خپل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي:«زموږ ځانګړې استازي په دې وروستیو کې په دوحه کې له طالبانو سره کتلي دي. هغوی د امریکا د ځينو ګټو په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړي او موږ به له طالبانو سره عملي تعامل ته دوام ورکړي او ایمن الظواهري ته د پناه له ورکولو وروسته به فکر کوم منصفانه وي، چې ووایو طالبان باید د نړۍوالو باور ترلاسه کړي او هغوی به یوازې په خپلو کارونو سره باور ترلاسه کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له اسلامي امارته غواړي،چې د نړۍوالې ټولنې د باور خپلولو لپاره باید ځيني کارونه ترسره کړي.
د سیاسي چارو شنونکي زمان ګل دهاتي وویل:«باید اسلامي امارت چمتووالی وښيي او باید د همدغو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ یو مشترک پلان رامنځته کړي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي دي، چې سرپرست حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو تر ادعا وروسته، امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورنوي.
په دې اړه مو اندونه