په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره جوخت، کابل غواړي دغه څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسوول سهیل شاهین د سرپرست حکومت له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسوول سهیل شاهین وايي: «دا یوه ښکاره بېانصافي ده، د اسلامي امارت او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه ده چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ لهخوا دغه بېانصافي پای ته ورسېږي.»
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج زیاتوي: «په ملګرو ملتونو کې دایمي استازولي د دې سازمان د یوه غړي په توګه، د یوه هېواد قانوني حق دی او تر څنګ یې ګټه هم لري، ځکه د هېواد له ګټو دفاع کوي.»
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي، اوسمهال به پر اقتصادي وضعیت غور د ملګرو ملتونو په کاري لومړیتوبونو کې وي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو لومړیتوب په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران ته رسېدنه ده. په همدې خاطر یې د بشري عمل برنامه په افغانستان کې ۲۲ یا ۲۳ مېلیونه انسانانو ته ځانګړې کړې ده.»
د نړۍوالو چارو شنونکی طارق فرهادي زیاتوي: «ملګري ملتونه تل غواړي چې په افغانستان او نړۍ کې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي او په افغانسان کې چې څه مهم دي، اوسنی حاکم حکومت ژر تر ژره د بحران حل ته رسېدنه وکړي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.
په دې اړه مو اندونه