د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان او پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو سختې لوږې سره مخ دي.
دغه کمېټه په خپله خبرپاڼه کې وايي، له اوکراین څخه د غلو دانو د لېږد تړون د شپیتو ورځو لپاره تمدید شوی، خو وايي چې دا شپېته ورځې ډېرې کمې دي.
د ژغورنې نړۍواله کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي: «ملګري ملتونه باید په لوړه کچه په هغو هېوادونو کې چې، له شدیدې قطحۍ سره مخ دي، د قحطۍ د راکابو کولو لپاره لاس په کار شي. د نړۍ په کچه افغانستان، سومالیا، ایتوپیا، د نایجریا شمال ختیځ، سویلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې، له شدېدې قحطۍ سره مخ دي.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي: «د روسیې او اوکراین تر منځ د اسیرانو معاوضه، له جګړې وروسته تر ټولو مهمه موافقه یعنې، د غله جاتو د لېږد د دهلیز قرارداد سر له نننه پایته رسېږي. موږ له دواړو لورو سره په خبرو کې یاد قرارداد چې، د مارچ پر نولسمې پایته رسېده، بیا وغځاوه.»
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه به نږدې ۲۲ میلیونه کسانو ته یې مرستې برابرې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي: «په ټول افغانستان کې ۲۳ مېلیونه خلکو ته چې ۱۲ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې، د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي. تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام وتوانېد چې په ټول افغانستان کې له یو میلیون مټرېک ټنه زیات خوراکي توکي او د ۳۲۶ مېلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو یا کوپون په بڼه په ټول افغانستان کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري مرستیال وايي: «له مرستندویه بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له افغانانو سره پراختیایي مرستې پیل کړي، څو د مرستو له لارې د د افغانانو لپاره اقتصادي پر ځان بسیاینه رامنځته شي.»
تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په موخه ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
په دې اړه مو اندونه