Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې په پراخه کچه د بې‌وزلۍ په هکله د کډوالۍ نړۍوال سازمان ګواښ

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط خبر ورکوي او وايي چې دم‌ګړۍ د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي دي چې یاد سازمان په روان کال کې د ۶۰ زره کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي:«کابو ۷۰ سلنې افغان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او وزګار دي. د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی، د کوچنۍ او منځنۍ کچې سوداګر د خپلو کارکوونکو ګوښه کولو ته دوام ورکړی دی.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د اقتصادي ستونزو سرچینه سیاسي ستونزې ګڼي او په وینا یې څو سیاسي ستونزې حل نه شي بشرپالې مرستې به د بې وزلۍ ګراف راټيټ نه شي کړی.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا طلوع‌نیوز ته وايي:«په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ستونزې تر هغې چې سیاسي تعامل ونه شي او له نړۍ سره زموږ سیاسي ستونزې حل نه‌شي او حکومت لاس په کار نه شي، پراختیايي او انکشافي پروژو ته حرکت ورنه‌کړي، ډېره ستونزمنه ده چې له بشرپاله مرستو سره د بې‌وزلۍ ګراف راټیټ کړو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر وویل:«د دې لپاره چې په ځان متکي واوسو، باید اقتصادي سوکالي په خپله دننه په هېواد کې خلکو ته برابر کړو.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په هېواد کې د اقتصادي سقوط مسئله ردوي او زیاتوي چې د اقتصادي پراختیا لپاره یې وړاندوینه کړې.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«موږ د افغانستان د اقتصاد لپاره روښانه او هیله بښوونکی راتلوونکی وړاندوینه کوو؛ په دغه وخت کې له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې له مرستندویه بنسټونو ملاتړ وکړي.»

د وزګارتیا د زیاتوالي او د بهرنیو مرستو د کموالي په دوام، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وړاندوینه کړې چې د راتلونکي کال تر نیمايي به شاوخوا ۹۷ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه