د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د اسلامي امارت له ۵۰۰ ځواکونو چې پخوا د جګړو له امله له ښوونځیو بېبرخې شوي وو؛ ښوونځیو ته د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.
دغه چارواکي وایي، دا ازموینه به هر شپږ میاشتې وروسته اخیستل کېږي او یوازې هغه کسان به پهکې ګډون کوي چې پخوا د جګړو له امله له ښوونځیو لرې پاتې شوي دي.
د خوست د پوهنې ریاست مرستیال خیرګل خیرخوا وايي: «دوی له تثبیت څخه مطلب دا چې دوی کوم ټولګي ته ازموینه ورکولی شي، هغه دوی خپله ټاکلی دی، د همغه ټولګي ازموینه ترې اخیستل کېږي او د پرچې په مطابق به دوی کامیابېږي.»
د ازموینې د اخیستو کمېټې غړی عبدالمنان حقاني زیاتوي: «په شفاف ډول سره موږ ټول شاګردان کېنولي دي او دامتحان پروسه په ډېر ښه ترتیب سره پر مخ روانه ده.»
پهدې ازموینه کې ګډون کوونکي کسان خوښ دي چې د عصري زدهکړو فرصت ورته برابر شوی دی.
د ازموینې ګډونوال الف خان زیاتوي: «نهم، لسم او یولسم پورې مې کم-کم ویلی دی، د مشکل پر اساس کله غیر حاضري که پهکې راغلې وي، نور مې یوولسم صنف پورې ویلی دی او دولسم ټولګي ته ازموینه ورکوم.»
د ازموینې ګډونوال عصمتالله احمدي وايي: «د جهاد له وجې له موږ نه زدهکړې پاتې شوې، اوس له خپلو مشرانو نه ډېر منندوی یوو چې موږ ته یې دومره ښکلی سېسټم برابر کړ.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د جګړو له امله محرومو کسانو څخه ښوونځي کې د بیا شمولیت ازموینه اخیستل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه