د کندوز سیمهییز چارواکي د بزگر ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وایي، هڅه کوي چې روان لمریز کال دغه ولایت کې معیاري سړې خونې، د اوبو کوچني بندونه او کانالونه جوړ کړي.
د دوی په خبره، د دې پروژو له تطبیق یې موخه، له کروندګرو سره مرسته او د کرنیزو حاصلاتو د ودې په پار د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو له منځه وړل دي.
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس امانالله حسن وايي: «کندوز کې به د زون په کچه باندې یوه ښه سټنډرډ سردخانه جوړوو، مصلح خونه به ورته جوړوو، کانالونه چې نیمګړي پاتې هغه به رغوو؛ نو هغه شیان چې بزګران ورته ضرورت لري، هغه به موږ په روان کال کې انشاء الله کوو.»
ورته مهال، یو شمېر کروندګر له چارواکو غواړي چې په کره وخت دې ورسره مرستې ترسره او د اوبو کمښت ستونزې ته هم رسیدنه وکړي.
په کندوز کې عبدالقهار کروندګر وايي: «باید کانالونه، اصلاح شوي کیماوي کوډ او سړې خونې فعالې شي.»
یو بل کروندګر ظفر خان زیاتوي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې موږ ته د دهقانۍ په بخش کې د کوډ او تخم مشکلات دي، پهدې برخو کې له موږ سره مرسته وکړي.»
یو شمېر څاروي لرونکو چې پهدې پروګرام کې ګډون کړی، له سرپرست حکومته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
په کندز کې د څاروي لرونکو استازی وکیل هستي خان وايي: «زموږ څړځایونه غصب شوي دي، د زورمندانو په لاس کې دي، واکسین نهشته، اوبه نهشته.»
په کندوز کې څاروي لرونکی اصل خان زیاتوي: «د حمل میاشت چې خلاصه شي، موږ ته یو ټانکر اوبه په لس زره افغانۍ راوړي، دې خوا ته چې راشو بیا واښه نهشته ور یې کړو.»
په کندز کې داسې مهال د بزرګر ورځ نمانځل کېږي چې تېر کال په دغه ولایت زیاتې للمې او اوبهییزې ځمکې د وچکالیو له امله مناسب حاصلات نه درلودل او کروندګرو ته له دې پلوه پراخ مالي تاوان اوښتی وو.
په دې اړه مو اندونه