د بغلان سیمهییزو مسوولانو پهدې ولایت کې د اتحاد جریدې ۱۰۱ کلیزه ونمانځله.
د اتحاد جریدې مسوول مدیر وایي، دوی هڅه کوي، څو هره میاشت دغه جریده چاپ او د بغلان د اوسېدونکو په واک کې ورکړي.
په بغلان کې د اتحاد جریدې مسوول مدیر سیدالله سادات وايي: «د اطلاعاتو او کلتور ۳۴ ریاستونو او د اسلامي امارت وزارتونو، د ریاستالوزرا دفتر تر څنګ د اطلاعاتو او کلتوز وزارت ۱۰ معینیتونو او ریاستونو او د بغلان مرکزي ولسوالۍ تر څنګ، نهري، دوشي، فرجاق او فروق ولسوالیو ته په وړیا ډول وېشل کېږي.»
په همدې حال، د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان پهدې ولایت کې د چاپخونې د ماشینونو د بیارغونې په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي وايي: «ماشین فعال شوی دی، مخکې ډېرې ستونزې وې او اوس حل شوې دي، کولای شو په اووه ولایتونو کې د ورځپاڼې، مجلې، کاغذ او نورو لپاره ترې ګټه واخلو.»
د اتحاد جریده څه باندې یوه پېړۍ مخکې د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال لومړی په کندز ولایت کې تاسیس او وروسته بیا بغلان ته ولېږدول شوه.
د اتحاد جریده له څه باندې یوه پېړۍ وروسته داسې مهال لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې په بغلان کې د بانو او سلسله په نوم د دوو اونیزو فعالیتونه د اقتصادي ستونزو له امله په ټپه درېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه