د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر القاعدې او داعش ډلې د بندیزونو کمېټې له تور نوملړ څخه د اسلامي ګوند د مشر، ګلبدين حکمتیار نوم ویستو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی او له القاعدې ډلې سره یې اړیکې پرې کړې دي.
دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ او ۲۲۵۳ پرېکړهلیک له مخې شوی دی.
دې اعلامیه کې راغلي دي چې د ترهګرو ډلو سره د ګلبدین حکمتیار د اړیکې د پرېکولو له امله پر دې ګوند بندیزونو لیري شوي دي.
زیاته شوې پر دې ګوند له القاعدې سره د همکارۍ له امله بندیزونو وو.
د امنیت شورا دې پرېکړې پر اساس هغه بندیزونه چې د القادې ډلې د غړو پر شتمنیو او سفرونو لیګېدلي وو، نور دا ډول بندیزونه پر ګلبدین حکمتیار او د هغې پر پلویانو نشته.