په مزارشریف ښار کې د نورز د جشن د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې د نوروز د جشن د لمانځلو لپاره ۵رزه سرتېری ګمال شوي دي.
دوی وایي چې د ځمکې او هوا له لارې دغه مراسم تر څار لاندې شوي دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې دغه مراسمو کې ستونزه رامنځ ته کړي.
خلک یوازې د امنیتي ځواکونو لخوا له بدني تلاشۍ وروسته مزارشریف ته د ننوتلو اجازه لري.
د بلخ پولیس وايي د ځمکې او هوا له لارې په مزارشریف کې د نوروز مراسم څاري.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند، شیرجان دراني څرګندوي:«زموږ هوايي ځواکونو د بلخ فضا تر پوښښ لاندې نیولې ده او کشفي الوتکي ترڅنګ یې پوځیان او کشفي ځواکونو د امنیت لپاره په تولو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.»
د مزارشریف ښار په کابو ۳۰ کیلومترۍ کې په تاشقرغان تنګي کې هم د تلاشۍ یوه پوسته جوړه شوې او مسافر د نوروز په درشل کې د امنیتي تدابیرو په اړه راضي ښکاري.
د بلخ د لویې لارې پولیس وايي د ورځې په سلګونه موټر د نوي کال د مراسمو لپاره مزارشریف ښار ته ورځي، د مسافرو پر تلاشي کولو سربیره ټول دغه موټر په دې ځاي کې ثبتیږي.
همداراز څوک حق نلري د نوروز جشن د لمانځلو په ورځو کې مزارشریف ښار ته وسلې ورسره یوسي.
د بلخ ولایت د لویو لارو قومندان، محمدآصف وايي:«هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له وسلې سره راشي، هر څوک وکیلان او پوځيان چې راځي خپلې وسلې د پارچې په بدل کې دلته سپاري او تراوسه سلګونه میله وسله په دې ځای کې ساتل شوي ده.»
په دې ورځو کې په مزارشریف کې د حضرت علي رض د زیارت په شاوخوا کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده، د یو شمیر حکومتي چارواکو عکسونه هم د ښار پر دیوالونو لګول شوي خو په هغوي کې د اجراییه ریس عکس نه لیدل کیږي.
له کابل څخه راغلې مېلمنه وايي:«موږ له کابل څخه د نوروز میلې لپاره مزار ته راغلي یوو، د لارې حالات هم ښه وو او موږ هوسا راغلو.»
په همدې حال کې د مېلې لپاره راغلي یو تن څرګندوي:«په لاره کې امنیت وه او موږ درې څلور بجې حرکت وکړ او پرته له کوم جنجال څخه ورسېدو.»
همداراز د مېلې لپاره بله راغلې مېرمن هم څرګندوي:«د نوي کال لپاره مزار شریف ښار ته راغلي یوو.»
«په هر چوک کې امنیتي کسان شته، کار هم شته او آزادي ده، د شپې مهال هم که څوک بهر وي څوک څه ورته نه وايي.»
په تېرو څو کلونو کې د هېواد شمالي ولایتونه د دولت دمخالفو وسلهوالو له فعالیت سره مخامخ وو، اوس د بلخ امنیتي چارواکي هیلهمن دي چې په پراخو امنیتي تدابیرو سره د نوروز جشن په امنه فضا کې ترسره شي.