د ننګرهار ځايي چارواکو نن سېشنبې(غوايي ۱۲ مه)ویلي چې په دغه ولایت کې د څو وروستیو جګړو په پایله کې په لسګونه داعش او طالب جنګیالي وژل شوي دي.
په دغو نښتو کې،د دواړو ډلو ۹ تنه نور ترهګر ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي چې د طالبانو او او داعش جنګیالیو ترمنځ جګړه د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یکشنبې له ګهیځه راهیسې روانه ده.
هغه زیاته کړه چې د دغو نښتو په پایله کې،یوه ۹ کلنه نجلۍ وژل شوې او ۵ تنه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار یو له ختیځو ولایتونو څخه دی چې د داعش ډېری جنګیالي په دغه ولایت کې فعالیت لري په ځانګړې توګه د ګوټ، نازیانو، چپرهار او اچین په ولسوالیو کې.