په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو د ۵ ماشومانو ژوند اخیستی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان ولایت سیمهييز چارواکي څرګندوي چې دا توغندی د طالبانو لخوا توغول شوی.
دا پېښه د یاد ولایت په مرکز، مهترلام کې رامنځته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند، سرحدي ځواک وايي چې په دې پېښه کې د ټپیانو ماشومانو حالت د ډاډ وړ بولي.
طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.