د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو نن پنجشنبې (غبرګولي په ۱۱ مه) وویل چې د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې یو پولیس شهید او یو مُلکي کس ټپي شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼۍ وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته د ننګرهار د جلال اباد د هوايي ډګر تهڅېرمه د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې وچاودوه.
هغه په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې تراوسه د دغې پېښې مسؤول نه دی منلی.