د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله له هغې وروسته چې په کابل کې لاریون تاوتریخوالي ته واوښت، د جمعې په مازیدګر(د غبرګولي په ۱۲ مه) د لاریون له همغږي کوونکو څخه وغوښتل چې خپل ارامښت خوندي کړي او خپلې غوښتنې له حکومت سره د خبرو اترو له لارې مطرحه کړي.
ویل کېږي چې د کابل په ننني لاریون کې، لږ تر لږه ۵ تنه لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کي وژل شوي دي. امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره وسلې ته لاس یوړ او پر هغوی یې ډزې وکړې.
له دې پېښې وروسته، عبدالله عبدالله وویل:«حکومت له سولهییز لاریون څخه ملاتړ کوي او د امنیتي ځواکونو له خوا ډزې په هم وڅېړل شي.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې حکومت د لاریون کوونکو ټولو «مشروع» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورکړي.
له دې سره په ورته وخت کې، ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له لاریون کوونکو غوښتي«چې د لاریون بهیر له قانوني ضوابطو او عمومي ګټو او د خلکو د روحیې له سمون سره مدیریت کړي.»
لاریون کوونکو د جمعې پر ګهیځ خپل حرکت د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور پیل کړي، خو کله چې هغوی د چاودنې سیمې د زنبق څلور لارې ته ورسېدل امنیتي ځواکونو د اوښکو بهږونکي ګاز او اوبو څخه په کار اخیستو د لاریون کوونکو له تجمع مخنیوی وکړ.
له هغې وروسته کله چې امنیتي ځواکونه بریالي نهشول چې لاریون کوونکي خواره کړي، پر هغوی یې ډزې وکړې.
په ايمرجنسي روغتون کې مسؤولان د دې پخلی کړی چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې ۵ تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.
له دې ټولو سره سره، د حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر پخواني استازی احمد ضیاء مسعود هم د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د لاریون کوونکو په منځ کې راڅرګند او د امنیتي ځواکونو کړنه یې وغندله او د حکومت اداره یې ناکاره او بې کفایته وبلله. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د هغوی غوښتنه د نظام د بدلون لپاره ده.