د امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح له خپلې دندې استعفاء وکړه.
ښاغلي صالح خپله استعفاء په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلې ده، خو ددغه کار لامل یې نه دی لیکلی.
ښاغلي صالح ویلي چې امنیتي اسرار او مهمو ملي مصلحتونو ته په پام سره،ډېر ژر د خپلې استعفاء لامل به روښانه کړي.
امرالله صالح موده وړاندې د ولسمشر له خوا د امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو په چارو کې د وزیر په توګه وګمارل شو.