ملي دفاع وزارت وايي چې کمانډويي ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت ځانګړې قطعې د تورې بورې په لمنو کې دي او دغه سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستېده.
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي،نن (شنبې د غبرګولي په ۲۷ مه) له غرمې وروسته په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل په هغو عملیاتو کې چې د ننګرهار په پچیراګان او چپرهار ولسوالیو کې د داعش د ځپلو لپاره په لاره اچول شوي وو، پایله کې یې د دغې ډلې ۲۲ تنه جنګیالي وژل شوي او کابو ۱۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
ښاغلي بهرامي زیاته کړه چې د روان کال له پیله، په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دغې ډلې د لوړپوړو قومندانانو په ګډون کابو ۲ زره او ۵۰۰ تنه وژل شوي او ۸۰۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د خبرو په لړ کې وویل چې داعش ډلې هڅه کوله ترڅو د ننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې اډې جوړې کړي، خو بریالي نهشول او امنیتي ځواکونه هغوی ته اجازه نه ورکوي.
کهڅه هم هغه زیاته کړه چې اوس په ننګرهار کې د داعش ډلې حضور د اندېښنې وړ نه دی، خو ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې د دغې ډلې د جرړو د لهمنځه وړلو لپاره باید عملیات ترسره شي.
له دې سره په ورته وخت کې، د ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې د داعش ډلې کوچنۍ ډلګکۍ په زابل ولایت کې فعالیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې، داعش ډله په ننګرهار ولایت کې له طالبانو سره د یوې نښتې په ترڅ کې وتوانېده چې له طالبانو ستراتېژيکه سیمه توره بوره ونیسي.
خو اوس ملي دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې ټولې هغه سیمې چې د داعش او طالبانو په ولکه کې وې اوس د هغوی له شتونه پاکې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د سرپرست په وینا، د دغو سیمو اوسېدونکي زښت زیات زیان لیدلی، اړتیا ده چې له هغوی سره بشرپاله مرستې وشي.